خبرونهټولنه

په بلخ او غور کې سلګونو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په بلخ او غور کې پر۱۳۰۰ اړمنو کورنیو د مرستو د وېش خبر ورکړ.

دغې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې پر۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي

په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، بوره عدس او لوبیا شامل دي.

د یو بل خبرله مخې، افغاني سرې میاشتې ټولنې د غور په دولت یار ولسوالۍ کې هم پر۸۰۰ بې وزلو او زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي او جامې وېشلې دي.

په دغو مرستوکې اوړه، مکروني شیدې، مالګه، لوبیا، نخود، رب، دالنخود، وریجې او ژمنۍ جامې شاملې دي چې پر بې وزلو کورنیو ووېشل شوې.

تېره اوونۍ هم د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې په بلخ او بدخشان کې پر۱۰۰۰ اړو کورنیو د بشردوستانه مرستو د وېشلو خبر ورکړی و.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress