کابل، د وري ۱۱ مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ځوانانو آمریت د رضاکاره ځوانانو ټولنې له لوري په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فوټبال پیل شوې سیالۍ د اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د ځوانانو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي، چې د فوټبال دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د فوټبال د پراختیا او د ځوانانو د ورزشي وړتیا د لوړولو په موخه د شپږو ټيمونو ترمنځ پیل شوې چې پکې د اتلانو ټيم لومړی او د مبارزو ځوانانو ټيم دویم مقام تر لاسه کړ.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د ځوانانو د علمي، فکري او ورزشي وړتیا لوړولو ته دغه ریاست ژمن دی او دوی هڅه کوي څو د ځوانانو آمریت تر چتر لاندې د رضاکاره ټولنې له لوري د بغلان په ګڼو ولسوالیو کې ورته برنامې او سیالۍ ترسره کړي.
د مرکزي بغلان د رضاکاره ځوانانو د ټولنې مسؤل ډاکټر محمد عوض صافي وویل، چې د دې سیالیو موخه د ځوانانو د ورزشي وړتیا لوړول دي او دوی هڅه کوي څو ورته لا زیات سیالۍ ترسره کړي.
لوبغاړي وايي، چې دا ډول سیالۍ د لوبغاړو د ورزشي هڅو د زیاتوالي لامل ګرځي او باید زیات ترسره شي.