– کابل/ د غوايي١٥مه/ باختر
په بادغیس کې سېلاوونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د بادغيس يوه سيمه یيزمسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د سېلاوونو له امله پنځه تنه وژل شوي او د استوګنې لسګونو کورونه ويجاړشوي دي.
د يادونې وړ ده چې سېلاوونو په ډېرو ولایتونو کې په لسګونه کسان وژلي او خلکو ته يې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.
\ ذ