خبرونهامنیت

په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۳۱ تنه نیول شوي

کابل، د وري ۸مه، باختر
د هېواد د کورنیو چارو وزارت په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۳۱ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په هلمند، هرات، تخار، سمنګانو، کندز، سرپل، بغلان او غزني ولایتونو کې د غلا، له کوره د تېښتې، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه وزارت پرون هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ګڼ شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته