امنیت

پنځه ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر

پنځه ويشت وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار کې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: هوايي ځواکونو د قندهار ښار په ٧ امنيتي حوزه کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې بريد وکړ چې په پايله کې ٢۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور یې ټپيان شول.

د يو بل خبر له مخې:

اووه وسله وال طالبان نن سهار د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په ګرنجاوه سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او څلور نور یې ټپيان شول.

پای\ ذ                                                                                                      

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته