کابل، د غوايي ۲مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د مسیر څخه د لیدنې او ارزونې په موخه پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو د بازارک سیندیزې فرعي حوزې له رئیس مولوي فضل الله عادل او د پنجشېر له والي حافظ محمد آغا حکیم سره کتلي او له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې په هکله یې خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.
د پنجشېر والي ورغلیو تخنیکي ټیمونو ته د یادې او د ولایت په کچه د نورو اړوندو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.