کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح نن په ولسي جرګه کې وويل چې د کرونا د درېمې څپې خطر جدي دى او د خلکو د نه پاملرنې د دوام او د تګ راتګ د نه کمېدو په صورت کې به بحران لا پراخ شي.
مجروح زياته کړه: ټاکل شوې وه د مې په مياشت کې د کرونا ١۶میليون دوزه واکسين هېواد ته وارد شي، خو په هند کې د کرونا د بحران په دليل وارد نه شو.
د عامې روغتيا وزارت د سرپرست، د يونېسف او آغاخان پر بنسټونو د نه همکاري تور ولګاوه او زياته يې کړه چې دغه دوه بنسټونه په هېواد کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې جدي همکاري نه لري.
ډاکټر مجروح دغه راز په هېواد کې د کرونا د خپرېدو په دليل د ملي شورا د دوه اوونيزې رخصتۍ پېشنهاد وړاندې کړ او ويې ويل: د ماسک جبري استفاده باید د خلکو له استازو څخه پيل کړو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کروناويروس د قربانيانو او د اخته کسانو شمېر په وروستيو اوونيو کې په بې ساري ډول ډېر شوى دى.
ختم-ج-ا