کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د نوي صنعتي ښارګوټي د جوړلو لپاره د هڅو خبر ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هرات ته په خپل وروستي سفر کې د څو سترو اقتصادي پروژو طرحه جوړه کړه چې د صنعت لپاره مهم بلل کېږي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رييس انجينر محمد زبير دين پرور د باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي هرات ته په خپل سفر کې د نوي صنعتي ښارګوټي د جوړولو او د زراعتي محصولاتو د سترې سړې خوني د جوړولو د پيل لارښوونه وکړه.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رييس د څرګندونو له مخې دغه سړه خونه به تر يو کال پورې جوړه شي.
د سولري او د ډبرو سکرو د برېشنا طرحه هم د سوداګرۍ وزارت د سرپرست طرحې دي چې په هرات کې به عملي شي.
دغه راز دهرات د صنعت او سوداګرۍ رييس دين پرور زياته کړه په دې وروستيو وختو کې دوه سوه تنو په صنعتي ښارګوتي کې د فابريکو د جوړولو په برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
انجينر محمد زبير دين پرور وايي چې د غبرګولي مياشتې په لومړيو ١٥ ورځو کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ رياست عوايد ٥ ميليونه افغانۍ دي.
دين پرور وايي چې د سوداګرۍ پاسپورټونو د وېشلو بهير بنديدل د دې رياست پرعوايدو منفي اغېزه کړې ده.
نوموړي دغه راز له مسوولينو وغوښتل چې د سوداګريزو پاسپورټونو د وېش بهير بيا پيل کړي.
\ ج