خبرونهاقتصادفرهنګ

هرات ته د اسلواکي هېواد ۷ سیلانیانو سفر کړی

کابل، د وري ۸مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو دغه ولایت ته د اسلواکي هېواد د ۷ سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي باختر آژانس ته وویل چې د اسلواکي هېواد دغه ۷ سیلانیان د یاد ولایت د تاریخي او تفریحي سیمو څخه د لیدنې په موخه ورغلي دي.
دغه سيلانيان چې کابل، مزارشريف او باميانو ولايتونو ته يې هم سفرونه کړي افغانان مېلمه پاله خلک یاد کړل او ویې ویل چې د افغانستان خلک بهرنيو سيلانيانو ته ډېر احترام لري.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتو ریاست د شمېرو له مخې د تېر کال په پرتله دغه ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو د ورتګ په شمېر کې ٦٠ سلنه زياتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته