خبرونهټولنه

نيمروز کې پر ۶ زره اړمنو کورنیو د نغده مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر

په نيمروز کې پر ۶ زرو  اړمنو کورنیو د نغده مرستو د وېش لړۍ پرون پیل شوه.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د نيمروز د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس مختارالله “مسلم” وويل چې (ډبيلو. اف. پي.)موسسې  د بشردوستانه مرستو په دوام  پر  ٦ زرو اړمنو کورنيو چې مخکې په دريو پړاوونو کې د ولايت د مقام او د ( او. اچ. اې.) موسسې د پلاوي له خوا سروې شوې وې د دريو مياشتو په بهير کې نغده مرسته  شوې او اوس هم په څلورم پړاو کې پر هرې کورنۍ ۵۷۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

د( او. اچ. اې.)  موسسې مشر صدیق الله “سېلاب” وویل چې دا پروژه د کلیو د بیارغونې  او پراختیا ریاست په همغږۍ ترسره کیږي او په نیمروز او نورو ولایتونو کې به  هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته