خبرونهښوونه او روزنه

ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۵ مه، باختر

ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه علمي څېړنیزمرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په جوړېدو سره به یې د ساینسي او کرنې په برخو کې د زده کړیالانو ستونزې تر یوې اندازې حل شي.

د دغه څېړنیز مرکز ودانۍ پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه او ۳ پوړونو کې جوړېږي، چې لګښت یې د شهید افسرخان کورنۍ له لوري ورکول کېږي.

ورته مهال د شهید افسر خان کورنۍ مشرحاجي بازمحمد افسرزي ویلي، چې د یادې ودانۍ ترجوړېدو وروسته به نورې ۵ میلیونه افغانۍ د څېړنیز مرکز په اړینو وسایلو هم ولګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته