خبرونهTOPښوونه او روزنه

ننګرهار پوهنتون به سبا د يوه ستر علمي کنفرانس کوربه وي

کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سبا ته د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د يوه ستر علمي کنفرانس د پيل کېدو خبر ورکړی دی‌.
د ياد وزارت د وياند په خبره ياد کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ (د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس) تر عنوان لاندې دايرېږي، د سيمي هېوادونو په کچه تر اوسه نه دی جوړ شوی.
د سرچينې په وينا په یاد کنفرانس کې به د داخلي استادانو ترڅنګ د مختلفو بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان هم ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله خورا زيانمن هېواد ګڼل کېږي او د افغان حکومت چارواکو په وار وار له اړوندو نړيوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته