خبرونهاقتصادټولنه

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند رغنیزې چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی بزګرانو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه د یوه کوچني بند «چیکډېم» د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد بند د بالابلوک ولسوالی د سیاه ځنګل په کلي کې جوړېږي، چې ۷۰ متره اوږدوالی، ۴ متره سور او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د یاد ریاست د چارواکو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول، د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغېز ولري او هم به د کارېزونو او څاه ګانو په اوبو به هم ګټور تمام شي.
هېره دې نه وي چې دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د باراني اوبو د کنټرول او سېلابي اوبو د زېرمه کولو په موخه د لسګونه دې ته ورته بندونو چارې پیل کړي او دا لړۍ دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته