ټولنه

په ننګرهار کې ۳۰۰ اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د غویي ۲مه / باختر
په ننګرهار کې پر ٣٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
زياتره دغه کورنۍ د طبيعي پېښو، جګړو او د کروناويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې دي او مرستو ته اړتيا لري.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې پر ۳۰۰ کورنيو اوړه، غوړي، لوبيا، چای، مالګه او د ماشومانو لپاره مغزي توکي ووېشل شول.
د ننګرهار مسوولين وايي چې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
ختم –ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته