خبرونهسیاستفرهنګTOP

ملاخیرالله خیرخواه د ایراني رسنیو له استازو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مشترکاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۲مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د ایران د دولتي او آزادو رسنیو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو مشترکاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د باخترآژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ایران استازو د دواړو هېوادونو د مشترکاتو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه  چې افغانستان او ايران د دين، مذهب، ژبې او کلتور له پلوه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات بايد پياوړي شي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه وويل چې نورو هېوادونو ته د افغانستان ناسم انځور ورکړل شوى او موږ بايد په ګډه د افغانستان پر وړاندې د منفي تبلیغاتو د لرې کولو او د دغه هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو لپاره کار وکړو.

خیرخواه زیاته کړه، چې موږ د افغانستان دروازه د هر چا پرمخ پرانیستې ترڅو بهرني وګړي نورو هېوادونو ته د یوه سوله ییز افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

هغه وویل له نېکه مرغه په زرګونو بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د افغانستان په اړه یې خپل رښتینی احساس څرګند کړی دی.

ملا خیرالله خیرخواه وویل، رسنۍ د عامه ذهنیت په روښانولو کې ارزښتناکه او رغنده رول لوبوي او باید د ذهنیت په جوړولو کې زیات کار وکړي، په افغانستان کې ډېرې رسنۍ شته او پر دوی هېڅ ډول بندیز نشته او په ځینو رسنیو کې ښځې او نجونې هم کار کوي.

نوموړي د مستندو فلمونو د خپرېدو  او د کتابونو د نندارتونونو د پرانېستې په اړه وويل، چې په دواړو هېوادونو کې د کتابونو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره بايد خپرونکو ته اسانتياوې برابرې شي او اوس مهال په رسنيو کې د اسلامي او ديني مسايلو په اړه مستند فلمونه خپرېږي او په دې برخه کې هېڅ محدودیتونه نشته.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همداراز وویل چې په افغانستان کې دوه رسمي ژبې دي او د افغانستان اسلامي امارت پښتو او فارسي دواړه د رسمي ژبو په توګه کاروي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او ايراني پلاوي د دغه شان غونډو د جوړولو پر دوام ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته