خبرونهامنیت

لوګر کې ۱۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲ مه، باختر

د لوګر امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت ۱۰۰ تنه منسوبین د دوه میاشتني پوځي زده کړو ( معسکر) له ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وویل باختر آژآنس ته وویل چې دغه مجاهدین د دوه میاشتو په موده کې له عقیـدوي، مسـلکي او حربــي زده کړو وروستــــه د پکتيا ولایت د اسلامي پولیـــسو له روزنـــیز او ښوونیـــز مــرکز څخه فارغ شول.

د یادونې وړ ده، چې فارغ شوي، منسوبین د لوګر د امنیې قوماندانۍ ٧مه دوره  مجاهــدین دي چې تر هر اړخیزو زده کړو وروسته فارغ کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته