پل علم، باختر، د سلواغې ۵ مه
د لوګر ولایت د سپورټ او بدني روزنې آمریت مسؤلین وایي، چې د لوبغاړو د هڅونې او دغه ډول د والیبال برخه کې د جنوبي زون په کچه د مخکښو لوبغاړو د ټاکلو په موخه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې دي.
د یاد ولایت د سپورټ او بدني روزنې آمر انجنیر مزمل نعیم زي باختر آژانس ته وویل؛ دغه سیالۍ، چې د لوګر په کوربتوب او د والیبال د ملي فدراسیون لخوا د جنوبي زون په کچه د ۵ ولایتونو ترمنځ د پل علم ښار اړوند دولتي جمنازیوم کې پرلاره اچول شوې ده.
نعیم زي زیاته کړه؛ دغه سیالۍ، چې پنځه ورځې به دوام وکړي، موخه یې د جنوبي زون په کچه د غورو لوبغاړو ټاکل او په ګوته کول دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لوګر په کوربتوب د څلور ولایتونو د والیبال ټیمونو ترمنځ سیالۍ د لوګر په بریا پای ته رسېدلي وو.