خبرونهامنیت

له چاودېدونکو توکو ډک موټر په فاریاب کې وچول شو

۲۴- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ پولیسو پرون مازیګر د وسله والو طالبانو په چاودېدونکو توکو بار یو موټر د شرین تګاب ولسوالۍ د دروازې پر وړاندې له چاودنې مخکې وچاوه او د مرګانۍ پېښې مخه یې ونیوله.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر مسوول یورش باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو له دغه موټربم څخه په استفادې سره غوښتل په شرین تګاب ولسوالۍ کې برید وکړي چې امنیتي ځواکونو موټر هدف ته له رسېدو مخکې وچاوه.
د یو بل خبر له مخې:
د فاریاب په شرین تګاب ولسوالۍ کې څو وسله وال طالبان له پوځیانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې طالبانو د سر د زیانونو په زغملو سره په شاتګ ته اړ شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته