خبرونهټولنهTOP

له پاکستان او ایران څخه نږدې ۳ زره افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي

کابل، د کب ۸مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له پاکستان او ایران څخه ۲ زره ۹۱۱ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه  وزارت زیاته کړې چې ایران څخه د هرات د  اسلام کلا بندر له لارې د کب پر ۶ او ۷ مه نېټه ۲ زره ۷۹۲ تنه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستان څخه ۲۵ کورنۍ چې ۱۱۹ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې همداراز څرګنده ګړې چې دغه کسان د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ور پېژندل شوي چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته