خبرونهټولنه

پاکستان او ایران څخه نږدې ۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر

د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې له ایران او پاکستان څخه ۴ زره ۹۷۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د روانې لېندۍ میاشتې په دوهمه او درېیمه نېټه باندې ۷۳۴ کورنۍ چې ۳ زره ۶۴ تنه کېږي د تورخم له لارې او دغه راز د لېندۍ په دوهمه له ایران څخه ۱۹۰۶ افغانان په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې دغه کسان د مرستو په موخه بېلابېلو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته