سیاستخبرونهټولنهنړۍ

له افغان ماشومانو سره د دوو بريتانيايي ماشومانو خواخوږي، انګليسي پوځيانو ته يو ښه درس دى

 کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر

دوه کوچني ورونه چې بريتانيايي اتباع دي په پام کې لري  په خپلو لارو چارو سره د افغانستان ماشومانو ته مرستې راټولي کړي.

بريتانيايي رسنيو رپوټ ورکړى، دوه کوچني ورونه چې بريتانيايي اتباع دي په پام کې لري د خپل هېواد په شمال غرونو کې د يوې لوړي څوکې په فتح کولو سره افغان بيوزلو ماشومانو ته پيسي راټولې کړي.

٦ کلن فونزي او ٣ کلن روکو به ډېر ژر د بريتانيا د شمال غره د يوې لوړې څوکې پر لور خپل يو اوونيز سفر پيل کړي چې  په افغانستان کې خپلو همزلو ماشومانو ته چې اقتصادي ستونزې لري مالي مرسته کړې وي.

د دغو دوو ماشومانو مور اميلي اسميت ويلي چې ٦ کلن فونزي د افغانستان د وږو ماشومانو په اړه په بي بي سي کې  د يو رپوټ په ليدلو سره  خواشيني شو او تصميم يې ونيو چې له هغوى سره  د مرستې لپاره يو کار ترسره کړي.

د غره هغه څوکه چې دغه وروڼه تصميم  لري هغه فتح کړي د افغانستان په مرکز کې د هندوکش په غرونو کې د ٧٤٩٢ مترو په لوړوالي د نوشاخ  د څوکې په شان دى.

هغوى غواړي د شمالي (يورکشرمور) په لوړه څوکه کې له افغان ماشومانو سره  د پيوستون په موخه د افغانستان سنتي کاغذ بادونه هوا ته پورته کړي.

د دغو ماشومانو مور وايي چې د دې ماشومانو دغه کار د خپلو دوو غره ختونکو افغان  ملګرو څخه یې الهام اخيستى دى.

فونزي د فبروري په مياشت کې د ورزشي  نندارو په ترسره کولو سره وکولاى شول چې ٣ زره پونډه د افغانستان ماشومانو ته راټولې او له هغوى سره مرسته وکړي.

دغه دوه وروڼه به د جولاى پر ٢٢مه  د انګلستان شمالي غرونو ته د پورته کېدو لپاره خپل سفر پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي څو ورځې  وړاندې په يوه رپوټ کې  د انګليسي پوځيانو له لوري د افغانانو د وژنې تريخ رپوټ خپور کړ چې زيات زړونه يي دردمند کړل خو دا ځل له بي بي سي څخه يو بل رپوټ د ددو بريتانيايي کوچيني وروڼو د مېړانې په سمبول بدل شوى، چې غواړي په خپل نا توان بدن او کمزوري جسم  سره افغان ماشومانو ته د مېړانې کار ترسره کړي چې هېواد يې په وروستيو دوو لسيزو کې د انګليسي عسکرو د تريخ او ماجرا غوښتني شتون ډګر و، هغه شتون چې له ډار او بربريت سره ملګرى و.

د دوو انګليسي ماشومانو کړه وړه د بي بي سي شبکې د دوو رپوټونو په رڼا کې دوه متضاد عملونه بيانوي چې په يوه پيښه کې افغانان د انګليسي ځواکونو له خوا په بې رحمۍ سره وژل کېږي او په بل عمل کې  دوه تنه انګليسي ماشومان په افغانستان کې  د ماشومانو مرستې ته وردانګي چې کېداى شي انګليسي پوځيانو ته يو ښه درس وي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته