کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د ملي دفاع وزارت له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ٧٠ ځوان منسوبين د حضرت ابوعبیده بن جراح “رض” ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه “رض” د حرب اکاډمۍ د اوپراتيفي دیپارتمنت لومړۍ دورې د شپږ میاشتنيو مسلکي او نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.
ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د يادو منسوبينو په فراغتغونډه کې، د ياد پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه، په خپلو خبرو کې فارغان خپلو مسئولیتونو ته د متوجې کېدو ترڅنګ، د اسلامي نظام شکرانې، د خپلو امراوو اطاعت او امانتدارۍ په اړه لازمې توصیې کړې دي.
فارغانو هم د خپلو امیرانو پر اطاعت کولو ژمنه کړې او ويلي یې دي چې د اسلامي نظام او هېوادوالو د دفاع په لاره کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
د غونډې په پای کې، پر فارغانو تصديقپاڼې هم وېشل شوې دي.
63 1 دقیقه لوستل