خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې پر نږدې ۲۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې پر نږدې ۲۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو د وېش خبر ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ملګرو متلونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت د مرکز سربېره په ټولو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره ۵۸۰ مستحقو بزګرانو وېشل شوي دي.

د مسوولینو په خبره یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوي او هم هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا (سپینه سره) ورکړل شوې ده.

د دې مرستې د وېش موخه د بېزوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته