اقتصاد

خانجان الکوزى : په وروستيو دوو مياشتو کې شپږ تنه سوداګر تښتول شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعود خونو مرستيال خانجان الکوزي نن په يوه خبري غونډه کي وويل ؛  په وروستيو دوو مياشتو کې په   هېواد کې شپږ تنه سوداګر تښتول شوي دي.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ ده دغه رازطرحه کړه چې  د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د مشرتابه  هيئت  يوه  جدي اندېښنه د سوداګرو او پانګوالود ځان او مال پرخلاف  د امنيتي  ګواښونو او چلنجونو  زياتوالى دى.
ده وويل ؛ د امنيتي  ګواښونو زياتوالى د خصوصي سکتور  د لسګونو تنو غړو او د هغوى دکورنيو د وژل کېدو سبب شوى دى.
هغه زياته  کړه چې دغې موضوع  د پانګې اچونې او د سوداګرۍ بهير له  چلنجونوسره مخامخ کړى دى او  دګواښونو زياتوالى له هيواد څخه دپانګه والو  اودپانګې د وېستلو سبب شوى دى.
ويل کيږي  تيرکال  څه ناڅه اتيا تنه سوداګر اوپانګه وال تښتول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته