سیاستخبرونهټولنه

فراه کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، د کب ۷مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په فراه ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې قومي مشرانو د خبرو پر مهال د اسلامي امارت په حاکمیت کې د هېواد په ټولو برخو کې امن یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او له مسوولینو څخه د ښوونځیو، روغتونو، سړکونو او پلچکونو جوړولو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د خپلو خبرو پرمهال وویل چې موږ باید له قومي، ژبني او سیمه ییز ذهنیت جوړونې څخه ډډه وکړو ځکه په دې ډول اذهانو نظام نه ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه څوک چې د قوم او عصبیت په نوم مړ شي هغه د دې اُمت څخه نه دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو ګڼ شمېر ولایتونو کې د قومونو ترمنځ د یووالي د ټینګښت او تفرقو د له منځه وړلو په موخه دې ته ورته د قومونو ترمنځ همغږۍ غونډې جوړې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته