سیاستخبرونه

فراه کې د بيارغونې کمیټې فعالیت پيل کړ

کابل، د کب۲۱ مه، باختر

د فراه سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د بیارغونې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر د باختر اطلاعاتي آژآنس ته ویلي چې په دغه ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي حکم پر بنسټ د بیارغونې کمیټه رامنځته او فعالیت یې پیل کړی دی.

رهبر زیاته کړې چې د دوهمې پلې لوا، امنیې قومندانۍ، ښاروالۍ، کرنې، کلیو بیارغونې، ټولګټو چارو چارو ریاستونو او د فراه رود د سیندیزې حوزې استازي د یادې کمېټې غړیتوب لري.

هغه د دغې کمېټې موخه د یاد ولایت په کچه پېښېدونکو بېړنیو حالاتو ته رسېدنه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته