خبرونهامنیت

فاریاب کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

کابل، د کب ۷مه، باختر
د فاریاب امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د دغه ولایت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي رفیع الله اکرام باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د تېرو دوو میاشتو پرمهال په مرکز سربېره یو شمېر ولسوالیو کې ۳ کلاشینکوفونه، یو اېم سپاړس، ۸ تومانچې، ۱۳ شاجورونه، ۳ لاسي بمونه، ۱۸ د هاوان مرمۍ، ۲۷ نارنجک او لسګونه نور بېلابېل مهمات نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شوې وسلې او مهمات نن د ډایاک معاونیت ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته