خبرونهټولنه

فاریاب؛ په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د کب ۹مه، باختر

د فاریاب ځايي چارواکي د دغه ولایت په دولت آباد او خان چهار باغ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکوي.

د چارواکو په خبره، لومړۍ پېښه دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو فلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې په کې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دویمه پېښه خان چهار ولسوالۍ کې د سراچې موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې یو تن مړ شوی او دغه راز ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکو اصولو ته نه پاملرنه یاد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته