کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د فوټبال لوبغالی د وروستیو سېلاوونو له امله ویجاړ شوی دی.
د غزني د فوټبال فدراسيون رئيس شمس الدين عظيمي باختر آژانس ته وويل، په دې ښار کې وروستيو سېلاوونو د ځاني زيان ترڅنګ د لوبغالي مصنوعي چمن، د ننداره چيانو څوکۍ او د لوبغالي شنې ساحې په بشپړه توګه له منځه وړې دي.
د عظيمي په وينا، د دغه ورزشي ډګر مصنوعي چمن د فوټبال نړيوال فدراسيون په مالي مرسته د ٨٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت څه د پاسه ٣٠٠ څوکيو په نصبولو سره جوړ شوى و.
عظيمي د دغه فدراسيون له مرکزي مسوولينو او د فوټبال له نړيوال فدراسيون څخه وغوښتل، چې د دغه ډګر د بيا رغونې چارې پيل کړي.
د غزني د فوټبال لوبغالی یو له هغو پنځو لوبغالو څخه و چې د فیفا په مالي مرسته په افغانستان کې جوړ شوی دی.
\ ذ