خبرونهنړۍ

سیاسي ناندرۍ؛ اسرایلو د اوربند په روانو خبرو کې نرمښت ښودلی

نړۍ، د وري ۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

عرب نیوز نن دوشنبې په دوحه کې د غزې د اوربند په برخه کې د صهیونست پلاوي د یو غړي له قوله خبر ورکړی، چې اسرایلو د اوربند د هغه شرط، چې له مخې یې د غزې له شمال څخه بې ځایه شوي فلسطینیان به بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او د حماس غورځنګ له لوري وړاندې شوی وه، د منلو په اړه زړه ښه کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه خبرو ته چمتو دي.

د دوحې په روانو خبرو کې دغه راز د ۱۳۰ اسرایلي بندیانو له ډلې د ۴۰ هغو پر خوشې کولو او په بدل کې یې د شپږو اونیو لپاره د جګړې د درولو او له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو پر سر هم خبرې روانې دي.

دغه مذاکرات د مصر او قطر په منځګړیتوب مخکې ځي.

خپلو سیمو ته د ټولو بېځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل، د اسرایلي پوځیانو شاتګ او په ګڼشمېر کې د فلسطیني زندانیانو ازادول د حماس له لوري نور وړاندې شوي شرایط دي، چې اسرایلو ورسره مخالفت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته