خبرونهټولنه

سمنګانو او بامیانو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶ تنو ته مرګژوبله اوښتې 

کابل، د وري ۱۴ مه، باختر

د بامیانو او سمنګانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو په یادو ولایتو کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د ورس او پنجاب ولسوالیو په سرحدي سیمه کې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک اوښتې چې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او د ۴ ښځو په ګډون ۱‍۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت د حضرت سلطان ولسولالۍ په یکه توت سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته