خبرونهنړۍ

سل ورځې جګړه؛ د صهیونستانو ظلمونه لا هم روان دي

نړۍ، د مرغومې ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

نن یکشنبې په غزه کې د اسرایلي پوځ او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې ۱۰۰ مه ورځ ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونست پوځ په تازه بریدونو کې تر سلو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۳ زره ۸۴۳ تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۶۰ زره ۳۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

دغې سل ورځېنۍ جګړه کې دغه راز ۱۳۰۰ ملکي او زرګونه اسرایلي پوځيان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

ځینې رسنۍ د وژل شويو او ټپي شویو اسرایلي سرتېرو شمېر تر ۱۰ زرو زیات ښيي.

په اشغالي سیمو کې هم فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، چې د شهیدانو هغو شمېر یې ۳۴۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۴ زرو ته رسېږي.

جګړه کې نږدې ۸۵ سلنه غزه تباه شوې، چې ۴۵ څخه تر ۵۶ سلنه پورې یې هستوګنیځ کورونه، ۱۵ روغتونونه، ۱۴۲ جوماتونه، ۳ کلیساوې، ۱۲۱ امبولانسونه، سړکونه او نورې ابادۍ په کې شاملې دي.

اوس مهال د دغې جګړې له امله ۵ سوه ۷۶ زره او شپږ سوه انسان له سختې وژونکې لوږې سره مخ دي او دغه راز ۶ سوه او ۲۵ زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي.

د اسرایلو د ظلمونو له امله ۱.۸ میلیونه فلسطینیان له خپلو مېنو بېځایه شوي، چې اوس مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د اسرایلو په ځينو برخو کې  هم د حماس او حزب الله ډلې د بریدونو له وېرې یو شمېر اسریلیان هم بې ځایه شوي، چې شمېر یې نږدې ۲ سوه او ۵۰ زره کسانو ته رسیږي.

اسرایلو په دغې جګړه کې ۲۹ زره بمونه غورځولي او دغه راز ۱۴ زره توغندي بیا پر اسرایلو توغول شوي، چې د راپورنو په حواله زرګونه اسرایلي پوځیانو او ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې جګړې په جریان کې یواځې ۷ ورځې اوربند ټينګ شوی و، چې د ښکېلو لوریو ترمنځ په کې د یو شمېر اسیرانو تبادله وشوه.

د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځلې ناکامې هڅې شوي خو اسرایل د حماس پر بشپړ له منځه وړلو او خپلو ټولو اسیرانو پر خوشې کېدو ټینګار کوي.

د جګړې په لومړۍ ورځ یعنې د تېر کال د اوکتوبر پر اوومه حماس ۲۵۰ اسرایلیان برمته کړي وو او تبادله کې یې ۱۲۱ تنه پرېښودل دغه را ۳۳ تنه یې د جګړې له امله او یا هم د نورو دلایلو له مخې د حماس په بند کې وړه او ووژل شول.

اسرایلو بیا د تبادلې پر مهال ۲۴۰ فلسطینیان پرېښودل او د دغو اسیرانو تبادلې اوو ورځې نیولې وې.

 

امریکا په دغې جګړه کې د اسرایلو اصلي ملاتړی دی او د دغې جګړې بوی په لبنان، سوریې، یمن او سرې بحیرې کې هم حس کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته