کابل باختر دوري اوولسمه :
د نوي کال په مناسبت په دې ورستيو وختوکې ٣٠ بلبوردونه چې په هغوکې د ملي آرشيف تاريخي آثار او د نوي کال د مبارکى پيغامونه چاپ شوي و؛ د کابل ښار په بېلابېلو سميوکې درول شوي دي.
د ملي آرشيف رييسې معصومې نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بلبوردونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ملي امنيت د شورا او د کابل ښاروالۍ له خوا برابر او د کابل ښار په بېلابېلو سيموکې درول شوي دي.
دې زياته کړه چې د دغو بلبوردونو د تاريخي آثارو تصويرونه د ملي آرشيف له خوا انتخاب او ډيزاين شوي او د ملي امنيت شورا لګښتونه يې ورکړې او کابل ښاروالۍ هغه د کابل ښار په بېلابېلو سيموکې درولي دي .
نظري څرګنده کړه چې په دغو بلبوردونوکې د همدغو دريو ارګانونو له خوا د مبارکى پيغامونه هم خپاره شوي دي .
ښاريانو د دغو بنسټونو د ښه اقدام له امله قدرداني وکړه او دغه راز په دغو ورځو کې يې د امنيت د تامينولو په خاطر له امنيتي بنسټونو څخه مننه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل