کابل / د غويي ٢٣مه / باختر
د اختر په لومړۍ شپه سلګونه تنه د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د هوايي ډزو په خاطر نيول شوي دي.
پر نيول شويو کسانو د ټولنې د آرامۍ او نظم د ګډوډولو تور لګول شوى دى او ويل کېږي چې یاد کسان به زندان ته واستول شي.
زياتره نيول شوي کسان د کابل، بلخ، قندهار، جلال آباد او هرات په ګډون د سترو ښارونو اوسېدونکي دي.
د کورنيو چارو وزارت له دې وړاندې په وار وار د خوښۍ ډزو په خاطر چې د ټولنې نظم ګډوډوي، خبردارى ورکړی و.
تراوسه د دغو هوايي ډزو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دى ترلاسه شوى.
له بله پلوه د هېواد په پايتخت او ولايتونو کې پوليس له خلکو څخه غوښتي دي چې د اختر په ورځو کې د پټاقيو د اچولو د مخنيوي په خاطر دې د خپلو بچيانو مخه ونيسي.
د امنيتي ځواکونو له هلوځلو سره سره، اوس هم د هېواد په ځينو سيمو کې هوايي ډزې او دپټاقيو اچول دوام لري.
ختم –ج – ا