کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو زارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې میساکو تکاهاشي سره وکتل.
په دې کتنه کې تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو څخه یادونه وکړه او زیاته کړه جاپان لېواله دی، چې په افغانستان کې د اوسني فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه پانګونه وکړي.
ورته مهال شېر محمد عباس ستانکزي د جاپان له مرستو او همکاریو څخه په مننې سره زیاته کړه افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو موادو او کانونو په درلودلو سره؛ د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر مصئون دی او د جاپان په ګډون ټولو هېوادونه ته پکار ده؛ چې د رسمیاتو په تمه نه شي او په افغانستان کې په ډاډه توګه په هره برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې د دواړو اړخونو له لوري د ګډ تفاهم په موخه د ورته ناستو په تداوم ټینګار وشو.