کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د زابل امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نن ۳۲۳۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.
د یاد ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوول عصمت الله آغا د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په سیورې ولسوالۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ کیلوګرامه چرس نیولي او په تړاو يې ۴ تنه قاچاق کونکي او دوه بایفور موټر هم نیول شوي دي.
ورته مهال د یاد ولایت د مرکز قلات ښار په اطرافو کې هم ۷۳۵ کيلوګرامه نشه يي توکي، دوه فلډر موټر او ۲ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.