خبرونهامنیتTOPټولنه

 جمهوررييس د هیواد د یو شمېر زونونو له مشرانو او متفذینو سره وکتل

کابل/ د غويي ۲۵مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د لوی قندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار زونونو له مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې، د سولې په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د یادو زونونو یو شمیر مشرانو او متنفذینو د نورو په استازۍ د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پر مهال په هیواد کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین په موخه د ولسي شوراګانو، قومونو او اتحادیو د لاغوره انسجام او سولې په اړه خپل لیدلوري له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو او نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ له اورېدو وروسته وویل، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته یو ستر فرصت رامنځته شوی او اوس د سولې طرحه او مدیریت د افغانانو په واک کې قرار لري.

هغه زیاته کړه، د بین المللي قواو په وتلو سره، طالبانو ته د جنګ د دوام په خاطر هیڅ راز بهانه نه ده پاتې او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په تدبیر، مېړانه او جرئت سولې ته لومړیتوب ورکړو.

جمهوررئیس محمداشرف غني دېته په اشاري چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سولې صلابت، اراده او جرئت لري وویل، طالبان دې هم دغه ډول جرئت له ځانه وښيي چې د سولې نیت لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، سیاسي اجماع موجوده ده او اوس د سولې مذاکراتو لپاره د جمهوریت یوه واحد غږ ته اړتیا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته