کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د قومونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو د هڅو پر دوام، دا ځل په غزني کې د مېشتو قومونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد د یادې غونډې موخه د ولسونو ستونزې له نږدې څېړل او تر چارواکو یې رسول یاد کړل.
د هغه په وينا، د خلکو هغه حقوقي ستونزې چې په قومي جرګو کې نه حل کېږي، عدلي او قضايي ارګانونو به ورته رسېدنه کېږي.
ورته مهال د غرني د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رييس مولوي جان محمد مؤمن وويل چې دغه رياست د دیني عالمانو او قومي مخورو په همکارۍ توانېدلی، چې د دغه ولايت د اوسېدونکو ترمنځ د څو کلونو راهیسې پېښې شوې ۷۴ شخړې هوارې کړي.
مؤمن زیاته کړه چې په دغو شخړو کې ۹ تنه وژل شوي وو او ۷ تنه نور ټپيان شوي وو.
نوموړي وویل په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو ستونزې له نږدې څیړي او د نورو ادارو او قومي مشرانو په همکارۍ به ورته رسېدنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني والي حافظ محمد امين جان عمري له ولايت مقام سره د قومونو ترمنځ همغږي وستايله او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د قوم پرستۍ موضوع له منځه تللې او ټول خلک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي.