کابل/ د غويي٩مه / باختر
امنيتي ځواکونه وايي چې د کونړ ولايت پر ودانۍ په راکټي بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى .
درې توغندي نن سهار په اسعداباد ښارکې د کونړ د والي د کار پر دفتر لګېدلي دي.
د کونړ يوه سيمه ييز مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ چې په دې راکټي بريد کې چاته زيان نه ى اوښتى.
څو ورځې وړاندې د کونړ ولايت پر ودانۍ په راکټي بريد کې په داسې حال کې چې د قرآن عظيم الشان ښه تلاوت سيالۍ روانې وې، د راکټي بريد له امله ١٥ کسان ټپيان شول.
تراوسه پورې د دغو راکټي بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو راکټي بريدونو مسوول بولي.
پاى \ج\ ذ