خبرونهامنیتاقتصادTOP

د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۹مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د تېرو ۶ میاشتو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور نن د دغه وزارت د ویاند مفتي عبدالمتین قانع له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې رسنیز شو.

د یاد راپور له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه له پولیسو سره ۸ زره ۷۴۸ جرمي پېښې ثبت شوي، چې پولیسو د یادو پېښو په تور ۱۲ زره ۵۴۰ تنه نیولي او ۷۳۳ تنه تورن کسان د پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې دي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې په تېرو ۶میاشتو کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۲۱ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي، ۳ تنه یې ټپيان شوي، ۱۸۲ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي او ۱۸ تنه هېوادوال یې له منګولو څخه ژغورل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په یاده موده کې د غیر مسوولو وسلوالو د انحلال  په لړ کې ۱۳۲۲میله سپکې او درنې وسلې، ۴۲ د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۲۵۱ لاسي بمونه، ۱۸۴ کړۍ ماینونه، ۲۱ مخابرې، ۲۱ دوربینونه او ۳۴۲ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي راټول او له جرایمو سره د مبارزې او کشف ادارې له لوري د هلوټرسټ موسسې ته تسلیم شوي دي.

سرچینې همدارنګه په تېرو شپږو میاشتو کې د جنايي جرمونو او داخلي امنیت برخې له مظنونینو څخه ۳زره ۸۷۰ میله سپکې ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۵۷ ماینونه، ۶۹۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره مرمۍ، ۱۱۷۷مخابرې، ۳۳۳ نقلیه وسایط، ۸۵۲ لېټره تېزاب، ۵۹۹ تختې چهار تراش لرګي، ۲۰۰ زره قاچاقي سعودي ریاله، ۱۸۰ زره جعلي امریکايي ډالر هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په یاده موده کې همدارنګه ۱۹ زره ۴۰۰ پولیس تر اساسي او اختصاصي زده کړو وروسته له ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي او دمګړۍ ۲۹زره نور پولیس په زده کړو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت په ۶ میاشتني کاري راپور کې همدارنګه ویل شوي په یاده موده کې د ټول هېواد په کچه ۵ زره ۶۶۳ تنه د نشه يي توکو د قضیو په تړاو نیول شوي او ۱۱۷۸ ټنه بېلا بېل ‌ډوله نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

په تېرو ۶میاشتو کې د هېواد پر کچه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له کبله ۱۴۹۳کسان مړه شوي او ۲۲۶۹ تنه ټپيان شوي همدارنګه د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه وژل شوي او ۳۰۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۶ میاشتو کې د ترافیک، پاسپورټ، ملي تصدۍ، محافظت عامه، ډایاک مدیریت او ویزو د اجرا خدمتونو له لارې ۱۳ میلیارده، ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته