کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
د تخار او بدخشان د ولايتونو د سرې مياشتې رياستونو د کندز ولايت له ٢٠٠ بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنې باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي : د کندز له پيښې وروسته په سلګونو کورنۍ ګاونډيو ولايتونو ته بېځايې شوې چې له همدې امله د تخار ولايت د افغاني سرې مياشتې رياست له ١١٢ کورنيو سره او د بدخشان ولايت د افغاني سرې مياشتې رياست له٩٠ کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
له بېځايه شويو کسانو سره د مرستې بهير به دوام وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ