اقتصاد

دننګرهار دګمرک دعوايدو زياتوالى .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دننګرهار ولايت دګمرک عوايد دروان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د تيرکال دهمدې  مودې په پرتله  زيات شوى دى .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې:  په تيرکال کې دننګرهار ولايت دګمرک  عوايد شپږ مليارده څلور سوه  ديارلسو مليونو افغانيو ته  رسيدلي و خو يواځې  دروان کال په لومړيو شپږو  مياشتو کې ددغه رياست   عوايد شپږ مليارده نهه سوه اتو مليونو افغانيو ته رسيدلي دي چې داکار ددغه  ګمرک  په عوايدو کې بېسارى  زياتوالى ښيي .
  دننګرهار ولايت  دګمرک رييس الهام  دباختراژانس  خبريال ته وويل:  دسيستم دشفاف کولو لپاره هلې ځلې   دعوايدو ملي کولو پاملرنه  او دزياتوالي لپاره  يې ظرفيت  جوړول ددغه ګمرک دعوايدو دزياتوالي علتونه دي .
دننګرهار ولايت دګمرک عوايد دهېواد دنورو ګمرکاتو په شان له پاکستان سره دافغانستان دتجارتي معاملو زيږنده  وه .
په همدې  حال کې دننګرهار دګمرک رييس وايي چې دتيرکال په پرتله  له پاکستان سره تجارتي معاملې او دکاروانونو تګ راتګ کم شوى دى .
دغه کمښت په تورخم بندر کې دافغانستان دسرحدي ساتوونکو دستونزو زيږنده ده .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته