خبرونهاقتصادTOP

‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د مس عینک کان د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د مس عینک کان د قراردادي شرکت له رئیس ښاغلي «سانګ» سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ‏په دې کتنه کې د مس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز د یاد شرکت رئیس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي؛ د پروژې د عملي پیل لپاره یې خپل کاري پلانونه او وړاندیزونه شریک کړي او د وزارت د مشرتاب د لازمو لارښوونو غوښتنه يې کړې ده.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د قراردادي شرکت د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو وروسته؛ د يادې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکي کې د عملي کار د پیل غوښتنه کړې او لازمې لارښوونې يې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته