سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

د کابينې اتلسمه غونډه؛ د کابل- لوګر لويې لارې پاتې چارې بشپړېږي

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتلسمه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د راتلونکي کال د وري میاشتې په لومړيو کې دې له پُل محمود خان څخه تر چهار اسیاب پورې د کابل- لوګر لويې لارې د سرک جوړولو چارې پیل او پاتې کارونه دې بشپړ کړي.
همدا راز په غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري چمتو شوې د نیالګیو کېنولو ۱۰ کلنه طرحه تائید شوه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري به د اړوندو ادارو په همکارۍ عملي کېږي.
د کابينې په دې غونډه کې امنیتي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو هغو قاچاقبرانو چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي؛ د فعاليت ځايونو او ممنوعه توکي د کشف په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
همداراز امارتي ادارې له امارتي شرکتونو سره د منبع واحد له لوري په قرارداد کولو مکلفې وګڼل شوې او پرېکړه وشوه چې په ټولو هغو مواردو کې چې دا شرکتونه یې ترسره کولی شي؛ ورته لومړیتوب ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته