خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کابل ښار ۱۹مې ناحیې په دوو ګذرونو کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ادارې له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۹مې ناحیې په درېيم او څلورم ګذر د تنګي غاړو او څرخي پله په سیمو کې د کوڅو جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح له قوله ويل شوي،چې دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو لپاره د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دغو پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي ويلي، چې په درېيم ګذر کې کوڅې چې، په ټولیزه توګه ۱۰۵۵ متره اوږدوالی او له ۳،۸ څخه تر ۴،۳ مترو پورې سور، او په څلورم ګذر کې کوڅې چې ۱۰۶۷ متره اوږدوالی او له ۳،۵ څخه تر ۴،۵ مترو پورې سور لري په ټولیزه توګه د ۱۷،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې په بنسټيزه توګه جوړېږي .
د یادونې وړ ده چې، په هره پروژه کې د ورځې ۲۰۰کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته