خبرونهاقتصادټولنه

د کابل – قندهارد لویي لارې د ویجاړو شویو پلونو د ترمیم کاردوام لري

کابل / د زمري ۳ / باختر
د کابل – قندهارد لویې لارې ۳ وپلونه چې ویل کېږي د طالبانوله لوري ویجاړشوي وو،د ترمیمولوکاریې دوام لري.
یو له دغو پلونوڅخه چې په شاجوی ولسوالۍ کې موقعیت لري د ګټې اخیستنې په حال کې دی.
امنیتي سرچېنې وايي چې دغه پلونه د طالبانوله لوري په بم سره ویجاړې شوې وې.
د فواید عامې وزارت وايي چې دغه پلونه د حکومت له بودجې څخه ترمیم او بیا رغاول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه پلونو ویجاړېدل د مسافرینو په تګ را تګ او د کرنیزو محصولاتو په لېږدولو کې ستونزې رامنځته کړې دي.
طالبانوتراوسه د دغو پلونو د ویجاړولومسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته