خبرونهاقتصادTOPټولنه

د چاریکارو ښار مرکزي څلورلارې په رسمي ډول د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه

کابل, د سلواغې ۱۶ مه, باختر
د چاریکارو ښار مرکزي څلور لارې چې له څو کلونو راهیسې د دوکانونو او زېرزمیني جوړولو او د سړک د قیراچونې د پروژې له امله د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې وه، پرون یکشنبې د دغه ولایت د والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني او نورو ولایتي چارواکو له لوري پرانیستل شوه.
والي د دغې پروژې د پرانستې له امله خوښي ښودلې او له ټولو اړوندو ادارو څخه یې د دغې پروژې د بشپړولو په برخه کې د ترسره کړیو همکاریو څخه مننه کړې.
نوموړي د پلازمېینې کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ پر پرتې لویې لارې د چاریکارو ارزښت ته په کتو ویلي، چې دغه څلورلارې د کابل او او نهو شمالي ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو او مسافرو د لېږد په برخه کې مهم ارزښت لري.
د چاریکارو ښاروالۍ بیا ویلي، چې د سړې هوا پای ته رسېدو سره به د دغې پروژې پاتې ځینې کارونه لکه د کانالیزیسیون سیستم د رغونې چارې هم پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته