خبرونهامنیت

د څو تروريستي بريدونو عامل په ننګرهار کې ونيول شو.

٤٩- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
امنيتي ځواکونو د داعش د ډلې څلور غړي له دې جملې څخه يوسړى چې ويل کېږي په ننګرهار کې د څو مرګانى تروريستي بريدونو عامل و ، نيولى دي.
اعجازالحق د ننګرهار په ځينوسيمو کې د مرګانيو تروريستي بريدونو سازمان ورکوونکي دى هغه له دريو نورو داعشيانو سره تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ بازار ته څېرمه د عملياتو په بهير کې ونيول شول.
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل نن له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې عجاز الحق په ننګرهار کې د څو نويو ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو نيت درلود.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته