خبرونهاقتصادښوونه او روزنه

د پکتیا په پوهنتون کې د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت دوې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر

پکتیا ته د لوړو زده کړو علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د سفر پرمهال په پکتیا پوهنتون کې د ۶ میلیونو او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوه پروژې چې چارې يې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د دغو پروژو ګټې اخیستنې او پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال د باختر آژانس سیمه ییز خبریال سره په خبرو کې وویل، هڅې کوي چې دغه پوهنتون کې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

نوموړي زیاته کړه د محصلینو لپاره د عملي کار او د لابراتوار سامان الاتو په برخه کې ستونزې حل شوې او ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې د دې ترڅنګ په څېړنیزه برخه کې د څېړنو معاونیت منظور شوی چې څلور آمرین به ولري.

د دغه پوهنتون اداري مرستیال سیف الله محمدي وايي، چې په یادو پروژو کې د پوهنتون دننه یو سړک چې ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري او یو مجهز کمپيوټر لب چې په اساسي او معیاري ډول جوړ شوي د لوړو زده کړو علمي  مرستیال له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته