کابل، د لیندۍ لومړۍ، باختر
د پنجشېر د کانونواو پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د زمردو کانونو د استخراجولو له پیل څخه زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د پنجشېر د زمردو کانونو په استخراجولو کې ۶ زره ۸۵۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه، چې د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست په یاد ولایت کې د زمرد کان کیندنې له پیل څخه تراوسه ۳۹۵ کسانو ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج مسلکي جوازونه، همدارنګه ۴۱۱۶ کسانو ته د مسلکي کار کارتونه او دغه شان ۲ زره ۷۳۹ نورو کسانو ته خاورې پېژندنې کارتونه ورکړي دي.
امیري زیاته کړه چې د شپږو قراردادونو له لارې یې د لس سلنه امتیازاتو په درلودلو سره یولس میلیونه افغانۍ لاسته راوړي او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.